کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د فوټبال ليگ سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال ليگ سيالۍ د ام.ارت.ي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دا سيالۍ، چې د ليگ په شکل وشوې، په پايله کې ام.ارات.ي لوبډلې ته د ۲۰ امتيازونو په خپلولو سره لومړی او قرول ځوانانو لوبډلې د ۱۸ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د غوره لوبغاړو موندل او ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې شاوخوا دوې نيمې مياشتې يې دوام وکړ وکړ.
