زابل کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له ۳ ولايتونو د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
په يادو سياليو پر زابل سربيره له کندهار او غزني ولایتونو څخه لوبډلو گډون کړی، چې لومړنۍ لوبه يې د زابل هريرود او غزني لوبډلو ترمنځ ۲-۲ مساوي پای ته ورسېده.
دا سيالۍ د لوبغاړو ترمنځ د يووالي په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا ۳ اوونۍ په دوام وکړي.
