د فوټبال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې قرغیزستان ته ماته ومنله

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۸:۴۹
د فوټبال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې قرغیزستان ته ماته ومنله

له ۱۷ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا ۲۰۲۶ اتلولي سیالیو خپله لومړۍ لوبه قرغیزستان ته د ٢ - ١ ګولونو په توپیر بایلوده.

په دغه سیالۍ کې حسیب الله امیري د افغانستان په ګټه یوازنی ګول وواهه.

افغان لوبډله به خپله دویمه لوبه کې سبا (سه شنبه) د ترکمنستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

یادې سیالۍ ازبکستان په کوربه توب په پلازمېنه تاشکند کې د پنځه هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۵مه پیل شوي او تر ۱۴مې به دوام وکړی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۸
Background image

بلخ لوبډلې د شمال زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په کچه فوټبال سيالۍ د بلخ لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۷
Background image

زابل کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له ۳ ولايتونو د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۵
Background image

هرات؛ په پل پشتون سيمه کې د موټر سايکل ځغلونې ورزشي نندارې ترسره شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پل پشتون سيمه کې له ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې. . .

BACK TO NEWS