بامیان؛ يکاولنګ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ژمني جام سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۵۳
بامیان؛ يکاولنګ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ژمني جام سيالۍ پای ته ورسېدې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يکاولنګ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ژمي جام په نوم د واليبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې د ګزک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې ګزک لوبډلې خپلې سیالې نيطاق لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د ژمني فصل نمانځل او د يکاولنګ ولسوالۍ لوبغاړو ترمنځ همغږي رامنځته کول و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۸:۵۱
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې شپنۍ سيالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۸:۴۹
Background image

ننگرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د ياد ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې ۳۰. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۸:۴۷
Background image

بلخ کې د موی تای سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږي، د موی تای فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مزارشريف ښار کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه د موی تای. . .

BACK TO NEWS