بلخ کې د ۱۲ ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې له ۱۲ ولايتونو ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.
دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوي، چې په پايله کې يې بلخ لومړی، باميان دويم او بغلان بيا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول وو او يوه ورځ يې دوام وکړ.
