خوست؛ صبریو یعقوبیو ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبغاړو ترمنځ د آشي هارا کراټې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په صبریو یعقوبیو ولسوالۍ کې له درېیوو کلبونو د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د آشي هارا کراټې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.
دا سیالۍ د خوست ولایت د آشي هارا کراټې ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکلو په موخه ترسره کېږي، چې په پای کې به یې درې تنه د یاد ولایت ټاکنیزې لوبډلې ته غوره شي.
