خوست؛ ګربز ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ګربز ولسوالۍ کې ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ځوان زلمیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ځوان زلمیو لوبډلې له خپل ١٨٢ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ٢٦ منډو په توپیر یې خپلې سیالې ځواک لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
