زابل کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د UFC سبک سيالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د UFC سبک سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د عنایت الله او عبدالحليم کلبونو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د عبدالحليم کلب ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.
