خوست؛ گربزو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۳۱
خوست؛ گربزو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د گربزو ولسوالۍ اړوند ايږدنو سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د الحاج اقبال ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د نيازيو ټايگرز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د نيازيو ټايگرز او دکړم کلب لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه نيازيو ټايگرز لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۸ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې دکړم کلب لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۱۳ منډې وکړې او لوبه يې د ۵ ويکټو په توپير وبايلله.

دا سيالۍ د ځوانانو د يووالي او له نشه یي توکو څخه د ليرې والي په موخه وشوې، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۵
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۲
Background image

مولوي امیر خان مت.قي د غیږنیونې بین المللي جشنوارې ګډون کوونکو هیوادونو استازو ته: موږ غواړو د ورزش له لارې له نړۍ سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړو

د افغانستان ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیـرخان متـ..ــقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي خپل کاري دفتر ته وربللي وو او له دوی سره په خبرو کې یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۰
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د يووالي جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS