د خواخوږۍ پېغام
په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د قوت الرمي ملي فدراسیون پیاوړی ورزشکار، د یاد فدراسیون د ملي لوبډلې غړی او له بین المللي سیالیو څخه مډال راوړونکی " نجیب الله طوفان " په ناڅرګنده پېښه کې ټپي شوی دی.
د ورزش ادارې رهبري، په داسې حال کې چې د نوموړي په ټپي کېدو خواشيني څرګندوي، له نوموړي سره په تماس کې ده، اوس یې روغتیایي حالت ښه دی او ورزش اداره به د نوموړي د درملنې په برخه کې د اړتیا په مهال اړینې کړنې ترسره کړي.
ان شاء الله
