زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.
د یادو سیالیو په پايله کې د استاد احمدویس همراه کلب ورزشکارانو لومړی او د قدرت الله کلب ورزشکارانو بیا دویم مقم خپل کړ.
