لوگر؛ څرخ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۸:۴۸
لوگر؛ څرخ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څرخ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خروټي اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پايلوبه کې خروټي اتلانو لوبډلې خپلې سیالې ترين اتلانو لوبډلې ته په ټاکلو ۱۵ اورونو کې د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه ياد هدف ترين اتلانو لوبډلې پوره نه کړ او لوبه د خروټي اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.

د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرېکټ سیالیو ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۲:۵۸
Background image

کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په مرسته، د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري او د نجيب تلاش خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ولايت د ۴ منتخبو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار؛ کامې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۲:۵۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٩٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٩٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي شوې او. . .

BACK TO NEWS