ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د اویک مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې ننګرهار زرغون لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر خپلې سیالې ننګرهار بازان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
