ننګرهار ولایت د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له جملې یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې خلک یې، په ځانګړي ډول ځوانان یې د نورو بوختیاو ترڅنګ له ورزش سره ځانګړې مینه لري او په بېلابېلو ورزشي رشتو کې پر تمریناتو بوخت دي.

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۱ - ۱۳:۸
ننګرهار ولایت د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له جملې یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې خلک یې، په ځانګړي ډول ځوانان یې د نورو بوختیاو ترڅنګ له ورزش سره ځانګړې مینه لري او په بېلابېلو ورزشي رشتو کې پر تمریناتو بوخت دي.

د دغه ولایت ورزش ریاست د تېر په څېر په ۱۴۰۴ کال کې هم د ورزش په برخه کې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په کلک ملاتړ غوره فعالیتونه ترسره کړي دي او زیات شمېر سترې او کوچنۍ ورزشي برنامې یې ترسره کړې دي.

په دغه ولایت کې ورزش ورځ تر بلې د غوړېدا او پرمختګ په حال کې دی او زیات شمېر ځوانان یې په کرېکټ، والیبال،فوټبال، د بدن ښکلا او نورو ورزشونو کې مصروف دي او ورزش یې د خپل ژوند برخه ګرځولې ده.

په ننګرهار کې د بېلابېلو فدراسیونونو ۲۳ استاوزلۍ فعاليت کوي، چې د جودو، پانکرېشن او پاورلفټینګ استازولیو پکې سږ کال فعالیت پیل کړی دی.

په یاد ولایت کې د بېلابېلو رشتو (۲۵۰) کلبونه موجود دي، چې شاوخوا ۲۲۰۰۰ ورزشکاران پکې د خپلې سلامتیا او روښانه راتلونکي لپاره خولې تویوي.

په ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کې د دې ولایت په مرکز جلال اباد او ولسوالیو کې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري ۳۱۸ المپیکي او غیر المپیکي ورزشي برنامې جوړې شوې دي ، چې ۱۴۳ یې په مرکز او ۱۷۸ یې بیا په ولسوالیو کې دایرې شوې.

همدارنګه په دغه ولایت کې ۴۱۵ ورزشکارانو، استادانو، روزونکو او مسوولینو ته د دعوت او ارشاد د فکري روزنې اصلاحي سمینار، ۷۸ ورزشکارانو ته د سوکوهنې او ۷۶ تنو ته بیا د بدن ښکلا سمینارونه برابر شوې دی.

دا چې د دغه ولایت خلک له ورزش سره ځانګړې مینه لري، وخت نا وخت پکې لويې او کوچنۍ ورزشي جشنوارې جوړېږي، چې د خراسان پوهنتون د ورزش اوونۍ جشنواره، د والیبال ټاکنیزو سیالیو برنامه، له ۲۰ ولایتونو څخه د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو سیالۍ او د یاد ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالۍ یادولی شو.

په ننګرهار ولایت کې د نورو ورزشونو په پرتله کرېکټ او والیبال زیات مینه‌وال لري او زیات شمېر لوبغاړي په دغو دوو رشتو کې په تمریناتو او سیالیو بوخت دي، چې یو شمېر لوبغاړو یې د دې رشتو ملي لوبډلو ته لاره موندلې ده.

پر دې سربېره د پهلوانۍ او سوک‌وهنې ورزش هم په ننګرهار ولایت کې خپله ريښه پراخه کړې او زیات شمیر ورزشکاران او مینوال لري، چې وخت نا وخت یې سترې سیالۍ د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري برابريږي او ګڼ شمېر ورزشکاران او مینوال پکې برخه اخلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۸
Background image

بلخ لوبډلې د شمال زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په کچه فوټبال سيالۍ د بلخ لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۷
Background image

زابل کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له ۳ ولايتونو د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۵
Background image

هرات؛ په پل پشتون سيمه کې د موټر سايکل ځغلونې ورزشي نندارې ترسره شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پل پشتون سيمه کې له ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې. . .

BACK TO NEWS