ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۱ - ۲۰:۳۸
ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د هرازناو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د هزاناو او کېنگ سټارز لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه کېنگ سټارز لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۸ اورونو يې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۲ منډو هدف وټاکه کېښود، په ځواب کې هزاناو لوبډلې ياد هدف د لوبې په ۶م اور کې ترلاسه کړ او سيالي يې د ۶ لوبغاړو په توپير وگټله.

دا سيالۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د عامه پوهاوي او د لوبغاړو ترمنځ د يووالي په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا دوې مياشتې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۵
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۲
Background image

مولوي امیر خان مت.قي د غیږنیونې بین المللي جشنوارې ګډون کوونکو هیوادونو استازو ته: موږ غواړو د ورزش له لارې له نړۍ سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړو

د افغانستان ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیـرخان متـ..ــقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي خپل کاري دفتر ته وربللي وو او له دوی سره په خبرو کې یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۰
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د يووالي جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS