هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري، په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ چې ۲۰ ورځې وړاندې پيل شوې وې، پای ته ورسېدې
د دغو سياليو پايلوبه د جوانان اميري او شاهین لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې جوانان اميري لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
