هوالباقي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۳۲
هوالباقي

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د بلخ ولایت د بدن ښکلا د لوبډلې لوبغاړي " محمد هارون سخي" په ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او له دې فاني نړۍ څخه یې سترګې پټې کړې دي.

د ورزش ادارې رهبري په یاده پېښه ژوره خواشیني څرګندوي، د نوموړي مړينه د هیواد د ورزش په ځانګړي ډول د بدن ښکلا د ورزش په برخه کې ستره ضایع بولي او د نوموړي کورنۍ ته د ستر رب جل جلاله له دربار څخه د صبر جمیل غوښتنه کوي.

انا لله وانا الیه راجعون

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۲:۵۸
Background image

کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په مرسته، د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري او د نجيب تلاش خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ولايت د ۴ منتخبو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار؛ کامې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۲:۵۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٩٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٩٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي شوې او. . .

BACK TO NEWS