پکتیا کې ۷۰۰ تنو ورزشکارانو ته د فکري روزنې اصلاحي سیمینار پیل شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۲۰:۴۷
پکتیا کې ۷۰۰ تنو ورزشکارانو ته د فکري روزنې اصلاحي سیمینار پیل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د پکتیا ولایت په مرکز کې د بېلابېلو فدراسیونونو ۷۰۰ ورزشکارانو ته د فکري روزنې دوه ورځینی اصلاحي سیمینار پیل شو.

دغه سیمینار د دعوت او ارشاد رياست د مدرس مولوي محمد ابراهیم " سعادت " له لوري وړاندې کېږي، چې پکې به ورزشکارانو ته په اسلام کې د ورزش د اهمیت، د ورزشکارانو په فکري روزنې او د ورزش د شرعي اصولو اړوند بشپړ معلومات ورکړل شي.

د يادونې وړ ده، چې دوې اوونۍ مخکې لغمان ولايت کې ۲۰۰ ورزشکارانو ته ورته دوه ورځينی اصلاحي سمينار ورکړل شوی و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۸
Background image

بلخ لوبډلې د شمال زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په کچه فوټبال سيالۍ د بلخ لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۷
Background image

زابل کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له ۳ ولايتونو د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۵
Background image

هرات؛ په پل پشتون سيمه کې د موټر سايکل ځغلونې ورزشي نندارې ترسره شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پل پشتون سيمه کې له ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې. . .

BACK TO NEWS