پکتیکا؛ سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د عصمت زاولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې عصمت زاولي لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې قاري زبیر لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلوي یې وګټله.
دا سیالۍ ځوانانو ته د سالمې بوختیا برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ۱۸ ورځې یې دوام وکړ.
