پکتیکا کې ۱۵۰ ورزشکارانو ته د فکري روزنې اصلاحي سیمینار پای ته ورسید

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۱:۳۱
پکتیکا کې ۱۵۰ ورزشکارانو ته د فکري روزنې اصلاحي سیمینار پای ته ورسید

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د پکتيکا ولایت په مرکز ښرنه کې د بېلابېلو فدراسیونونو ۱۵۰ ورزشکارانو د فکري روزنې دوه ورځینی اصلاحي سیمینار پای ته ورسېد.

دغه سيمينار د دعوت او ارشاد رياست د مدرس مولوي محمد ابراهيم "سعادت" له لوري وړاندې شو، چی پکې د دیني ارزښتونو، اسلامي اخلاقو، سالم فکر، ورزشي کړنو او د ورزشکار د فردي او ټولنیز مسؤولیت په اړه گټور معلومات وړاندې شول.

د یادونې وړ ده، چې ياد سيمينار د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ ترسره شو او په پای کې گډونوالو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۸
Background image

بلخ لوبډلې د شمال زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په کچه فوټبال سيالۍ د بلخ لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۷
Background image

زابل کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له ۳ ولايتونو د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۵
Background image

هرات؛ په پل پشتون سيمه کې د موټر سايکل ځغلونې ورزشي نندارې ترسره شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پل پشتون سيمه کې له ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې. . .

BACK TO NEWS