بلخ کې د موی تای سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږي، د موی تای فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مزارشريف ښار کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه د موی تای سیالۍ وشوې.
دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې د ټک فايټ په بڼه وشوې، چې په پایله کې يې ٣٠ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
