رسنيز بلنلیک
ټاکل شوې، چې د کابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش ریاست،د کابل د رگبی ملي فدراسیون استازولۍ د یاد ولایت د کلبونو د لوبډلو ترمنځ، د غوره څېرو موندلو په موخه د رگبي سیالۍ ترسره کړي.
په همدې مناسبت د هېواد د ټولو رسنیو له درنو استازو څخه په خورا درنښت هیله کېږي، چې د یادو سیالیو د خبري پوښښ لپاره تشريف راوړي.
وخت او نېټه: یکشنبې ورځ، د ۱۴۰۵ لمريز کال د غویي ۲۰مه، سهار۱۰:۰۰ بجې.
پته: ۱۶ناحیه، حضوري چمن، د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، غازي سټیډیم، کابل ـ افغانستان
