خوست؛ د صبريو ځوانانو د "اتحاد او يووالي" په نوم د واليبال جام سیالۍ د تڼيو منتخبې لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې

د خوست ولایت ورزشي امريت اړوند د واليبال فدراسيون په نوښت د صبريو فعالو ځوانانو له لورې د "اتحاد او يووالي" په نوم مکتب بازار س سيمه کې د واليبال پيل شوى ټورنمنټ د تڼيو منتخبې لوبډلې په بریا پاى ته ورسېد.
د دغو سياليو د پاى په مراسمو کې د خوست ورزشي مسوولینو، د واليبال فدراسيون مشر، د سيمي قومي مشرانو، ورزشکارانو او د ورزش زرګونو مينه والو ګډون درلود.
د ياد ټورنمنټ د پاى لوبه د تڼيو منتخبې او حيدرخېلو منتخبې لوبډلو ترمنځ وشوه چې د تڼيو لوبډلې د "٢-١" د حيدرخېلو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې ټورنمنټ اتلولي يې خپله کړه.
په دې ټورنمنټ کې د خوست په ګډون د پکتیا ولایت له مرکز او بېلابېلو ولسواليو څخه "٥٠" لوبډلو پکې برخه لرله چې دوه مياشتنې يې دوام وکړ.
دیادولو وړ ده چې د دې ټورنمنټ ګټونکې لوبډلې ته" ۳۰" زره دوه یم مقام ګټونګې لوبډلې ته "۱۵" زره افغانۍ نغدي جايزې او همدارنګه کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.