خوست؛ گربزو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په گربزو ولسوالۍ کې د ولايت په کچه د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د " گربزو ځوانانو " په نوم د فوټبال سيالۍ د گربز منتخب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د گربز منتخب او گلامت خان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې گربز منتخب لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۰/۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا يوه نيمه مياشت دوام وکړ، چې په پای کې اتلې لوبډلې ته يو عراده موټرسايکل، دويم مقام گټونکې لوبډلې ته يو پسه او درېيم مقام گټونکې لوبډلې ته بيا کپ ورکړل شو.