خوست د AFC ازادو سیالیو رشتې مسابقات ترسره شول

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۰/۷/۳ - ۹:۵۱
خوست د AFC ازادو سیالیو رشتې مسابقات ترسره شول

نن سهار د ا ا ا دخوست ولایت ورزشي امریت اړوند د AFC رشتې د څلورو کلبونو د 30 پیاوړو لوبغاړو ترمنځ د خپل وطن ګل وطن تر نامه لاندې مسابقات ترسره شول.

ددې مسابقاتو لیدنې ته د خوست ولایت ورزشي امر عزیزالرحمن ملنګ، د یو شمېر ورزشي فدراسیونونو مسؤولین، ورزشکاران او د ورزش مینه وال ورغلي وو.

دمراسمو په پیل کې دخوست ولایت ورزشي امر عزیزالرحمن ملنګ خبرې وکړې ، نوموړي وویل ،چې ډېر د خوښۍ ځای دی ،چې هره ورځ د ورزشي پروګرامونو پرانیسته کوو، چې په ترڅ کې یې دادی نن ورځ د خپل وطن ګل وطن په نوم د AFC رشتې دغه سیالۍ دي.

ملنګ وویل ،چې نور باید خپل وطن جوړ کړو ، بل څوک نه راځي ،چې دغه هېواد راته سمسور کړي ، همداشان ملنګ د افغانستان داسلامي امارت له ټولو لوړ پوړو چارواکو په خاص ډول د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس استاد بشیر رستمزي مننه وکړه ، چې ورزش ته خاصه توجو کوي او له ده سره په لیدنه کې دې ولایت د ځانګړې پاملرنې وعده وکړه او همداشان یې دخوست ولایت له دروند والي صاحب مولوي محمد نبي عمري څخه هم زیاته مننه وکړه ،چې ورزش ته خاصه پاملرنه کوي ، ورزشي ملنګ همداراز له مرستیال والي محمد الدین شاه محبت هم زیاته مننه وکړه، چې په ورزشي پرګرامونو کې یې ورسره تر ډېره بریده مرسته کړې.

ملنګ وویل پلان لرو ، چې په ولایتي کچه د مختلفو رشتو مسابقات په خوست ولایت کې برابر کړو.

له ملنګ وروسته د همدې رشتې مسؤول نجم الدین وفا خبرې وکړې ، نوموړي مننه وکړه له خوست ورزشي امریت څخه ،چې ددې سیالیو له پاره خوست ورزشي امریت ، (30) اعلی درجه مډالونه،(۳۰) د قهرمانۍ حکمونه موږ ته په واک کې راکړي او لا هم په مختلفو برخو کې ورزشي اداره له موږ سره همکاري کوي .

له ویناوو وروسته مسابقات ترسره شول،

په پای کې په بریالیو لوبغاړو مډالونه او د قهرمانۍ حکمونه ووېشل شول.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۲
Background image

علی احمد پوپل به‌عنوان سرپرست فدراسیون ورزش‌های هوایی افغانستان تعیین شد

علی احمد پوپل، سکرترجنرال پیشین فدراسیون ورزش‌های هوایی افغانستان، با فیصله بورد این فدراسیون و با حضور شماری از مسوولان و رهبری اداره ورزش کشور، به‌عنوان سرپرست جدید فدراسیون ورزش‌های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲۷
Background image

نخستین دور سمینار مربی‌گری درجه سه فدراسیون ملی کیک‌بوکسینگ افغانستان پایان یافت

نخستین دور سمینار آموزشی مربی‌گری درجه سه فدراسیون ملی کیک‌بوکسینگ افغانستان، پس از سه روز آموزش و برنامه‌های علمی، امروز در کابل با اهدای اسناد معتبر مربی‌گری به مربیان شرکت‌کننده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۵۳
Background image

خوست؛ میان ۱۰۰ ورزشکار مسابقات انتخابی پرورش اندام و فیتنس برگزار شد

مسابقات انتخابی پرورش اندام و فیتنس میان ۱۰۰ ورزشکار، از سوی آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت خوست، در منطقه ۱۲۰۰ فامیلی مربوط به مرکز این ولایت برگزار شد.

در پایان این رقابت‌ها، ۳۰. . .

BACK TO NEWS