د آشي هارا کراټې د سوپرساباکي سبک اورا آسیا سیالیو ورزشکارانو د دویم مقام تر ګټلو وروسته له ایرانه هیواد ته راستنه شوه

آشي هارا کراټې افغان ورزشکاران د کراټې آشي هارا د سوپرساباکي سبک اورا آسیا په څلورم پړاو اتلولیو سیالیو وروسته د دویم مقام په لاسته راوړلو سره له تهران ښار څخه خپل هیواد ته راستانه او د هیواد د ورزش ادارې له هرکلي سره مخ شول.
د هرکلي په دغو مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان، د هیواد د المپیک کمېټې اجراییه رئیس داد محمد اختري پاینده، د المپیک کمېټې مرستیال باورخان هوتک، د بدني روزنې او ورزش ادارې سلاکار قاري حیات رحماني او د المپيک کمېټې نورو پلاوو برخه اخیستې وه.
حافظ جان ځدراڼ د بدني روزنې او سپورټ ریاست فني او مسلکي مرستیال ورزشکارانو ته هرکلی ووایه او ویې ویل: (( اوسنۍ لاسته راوړنې په سراسر هیواد کې د سولې او امنیت پایله ده. )) نوموړي همداشان ژمنه وکړه چې د هیواد د ورزش اداره له دغو ورزشکارانو او د نورو څانګو له بېلابېلو ورزشکارانو څخه مادي او معنوي ملاتړ کوي.
په دغو سیالیو کې ۱۲ اسیایی هیوادونو: ایران، افغانستان، پاکستان، هندوستان، ازبکستان، ترکیه، آلمان، سوریه، عراق، تاجکستان، گرجستان او آذربایجان ګډون کړی وو، چې د یادو څلورو ورځو سیالیو کوربه ایران هیواد و.
ددغو سیالیو په پایله کې ایران لومړی، افغانستان دویم او پاکستان درېیم مقام خپل کړ.
یاده دې شي، چې افغانستان د ۹ سروزرو، ۴ سپینو زرو او ۵ برونزو مډالو په لاسته راوړلو سره ددې سیالیو دویمه ګټونکې لوبډله اعلان شوه.