د اسلامي امارات یو شمېرو غړو نن د افغانستان د ورزش او بدنې روزنې له مشر ښاغلي بشیر احمد رستمزي سره وکتل
د ناستې په ترڅ کې ښاغلي رستمزي خپلې نوې پلان شوې ورزشي برنامې د اسلامي امارت له غړو سره شریکې کړې، چې د نوموړي پلان شوې ورزشي برنامې د اسلامي امارت له غړو له لوري د پام وړ وګڼل شوې او ښاغلي رستمزي ته یی ډاډ ورکړ، چې ستاسو په څېر په ورزش پوه شخص کولی شي چې دې زوریدلي ولس ته لازمې او د پرمختګ ښې زمینې په نړیواله او کورنۍ کچه برابرې کړي.
