د افغانستان ملي ټیم د پومسې نړیوال آنلاین تکواندو سیالیو کې اوه مډالونه ترلاسه کړل

افغان پومسې تکواندو ورزشکارانو د تکواندو په نړیواله سیالیو کې اوه مډالونه ترلاسه کړل. محمد ادریس قاضی زاده او سید رستم اکبري په ترتیب سره د سرو زرو او سپینو زرو مډالونه ترلاسه کړل ، او سید ظریف هاشمي ، سمیه عادل نیازي ، انزورت ولی ، عبدالمعوذ احمد سالک او سردار اغا هر یو د برونزو مډالونه ترلاسه کړل. د یادونې وړ ده چې د افغانستان څخه د تکواندو ۲۲ تنو ورزشکارانو په بیلابیلو عمرونو کې پدې سیالۍ کې برخه اخیستې وه چې له دې ډلې څخه یوازې ۷ کسانو مډالونه گټلي دي. دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون پومسې لوبغاړو په نړیوالې مجازی سپورټي سیالیو کې مډالونه ګټلي دي. دا سیالۍ د جنوري له 26 څخه تر 27 پورې د 30 هیوادونو د ورزشکارانو په ګډون د نیپال هیواد په کوربه توب ترسره شوي.