د باميانو ولايت په کهمرد ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ د "جوانان لغکي" لوبډلې په اتلولي پاى ته ورسېدې
د واليبال دغه سيالۍ، چې د باميانو ولايت د کهمرد ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو د ١٦ لوبډلو په ګډون ١٧ ورځې مخکي پيل شوې وې د "جوانان لغکي" لوبډلې په لومړي او "بنق" لوبډلې په دويم مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو فاينل ته د "جوانان لغکي او بنق" لوبډلو لار وموندله، چې لغکي لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې سياليو اتلولي خپله کړه.
په پاى کې مقام ګټونکې لوبډلې د باميانو د ورزشي امريت له لوري و هڅول شوې.
