د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې لوی ورزشي جشن ترسره شو

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۹ - ۱۰:۴
د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې لوی ورزشي جشن ترسره شو

د خوست ولایت د ورزشي امریت په لارښوونه د تڼیو ولسوالۍ د ځوانانو له خوا د جمعې پر ورځ لوی ورزشي جشن ترسره شو.

په دې ورزشي جشن کې د خوست ورزشي امریت مسوولینو، د ګڼو ادارو رئیسانو ، د تڼیو ولسوالۍ ملکي او نظامي چارواکو، قومي مشرانو ، فعالو ورزشي ځوانانو ، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینه والو برخه اخیستې وه.

د خوست ورزشي امر عطاء الله کډوال دې ورزشي مراسمو ته د خبرو پر مهال د سیمې له امنیتي مسؤولینو او فعالو ځوانانو څخه مننه وکړه، چې د دې جشن په برابرولو کې له ورزشي امریت سره یوځای لاس په کار شول.

دا ورزشي جشن د کبډي سیالیو په ترسره کولو پیل شو، چې د سیمې (۷) لوبډلې پکې برخه اخېستې ده.

دا ټورنمینټ به دوه اونۍ دوام وکړي او هر مازیګر به یوه- یوه لوبه ترسره شي.

د کبډۍ فدراسیون مسؤل صفي الله امرخېل وایي، چې له دې وروسته به په هره ولسوالۍ کې ورته ټورنمینټونه پر لاره اچوي؛ تر څو ترې غوره لوبغاړي د لویانو ، ځوانانو او نویو ځوانانو منتخبو لوبډلو ته وټاکل شي.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۵
Background image

کابل؛ فصل پنجم لیگ قهرمانان فوتبال کشور با قهرمانی تیم ابو مسلم فراه به پایان رسید

فصل پنجم رقابت‌های لیگ قهرمانان فوتبال افغانستان که از سوی فدراسیون ملی این رشته با همکاری و حمایت ریاست عمومی المپیک، تربیت بدنی و ورزش کشور برگزار گردیده بود، پس از بیست‌وهفت روز. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۴۵
Background image

پایان رقابت‌های فوتسال میان ۱۸ تیم در ولسوالی سوزمه قلعه ولایت سرپل

رقابت‌های فوتسال میان ۱۸ تیم که هفت روز پیش از سوی آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت سرپل، در قریه کته قلعه ولسوالی سوزمه قلعه این ولایت برگزار شده بود، با قهرمانی تیم اتحاد آفرین کته قلعه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۳۰
Background image

کندز؛ جمنازیوم ورزشی با هزینه ۱۲ میلیون افغانی در شهر این ولایت افتتاح شد

جمنازیوم ورزشی با هزینه ۱۲ میلیون افغانی از سوی تاجر ملی قیام سدیس به نام جمنازیوم فردین در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت کندز، در مرکز شهر این ولایت افتتاح شد.

این جمنازیوم. . .

BACK TO NEWS