د هرات ولایت د بايسکل ځغلونې لوبډلې له هرات څخه کابل ته ورزشي سفر پيل کړ
د هرات ولایت بايسکل ځغلونې فدراسیون د "عمران او د افغانستان بيارغونې" په نوم د هرات ولایت له مقام څخه کابل ته ورزشي سفر پيل کړ.
د هرات بايسکل ځغلونې فدراسیون رئیس سيد عبدالله فضلي د دې سفر موخه د سولې او د هېواد د ابادۍ پېغام رسولو بولي.
ټاکل شوې چې په دې ورزشي سفر کې به د بايسكل ځغلونې ورزشکاران د هېواد شمالي مسير بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنگان، بغلان او پروان له ولايتونو څخه تر کابله سفر وکړي.
په دې ورزشي سفر کې به د ښاغلي فضلي په سرپرستي د "دوندر، اتلان هري، اتحاد او انصار" لوبډلې تر کابله "١١٥٠" کيلومتره واټن ووهي.
