د هېواد د ورزش ادارې او پوهنې وزارت ترمنځ د همکاري ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۵۰
د هېواد د ورزش ادارې او پوهنې وزارت ترمنځ د همکاري ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او پوهنې وزارت ترمنځ په ښوونیزو مرکزونو کې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه د دوه اړخیزو همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دغه هوکړه د لاسلیک په غونډه کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال شيخ عبدالمالک حـ. ـقاني، د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ د یادې ادارې رهبري غړو، د پوهنې وزارت ستر سلاکار نجیب الله کامران او ورسره پلاوي ګډون کړی و.

د غونډې د پیل په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د پوهنې وزارت راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ورزش په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې ورزش د ملتونو او هېوادونو ترمنځ د یووالي ښه وسیله او سمبول دی.

ښاغلي وثیق زیاته کړه: "له دغه هوکړه لیک څخه مو موخه دا ده، چې په ښوونځيو کې د ځوانانو د صحت، جسمي پیاوړتیا او ودې لپاره لا زیاته زمینه برابره کړو."

نوموړي ډاډ ورکړ چې په ټولو ښوونځيو او دیني مدرسو کې به زده کوونکو ته د ورزش کولو ښه زمینه برابره کړي، دوی ته به په ورزشي برخه کې مسلکي زده کړې ورکړي او هغه څه یې چې په توان کې وي له دوی سره به یې شریکوي.

ښاغلي وثیق همداراز له پوهنې وزارت وغوښتل چې په دغه برخه کې له ځوانانو سره پوره مرسته وکړي ترڅو د ورزش او ذهني پیاوړتیا په مرسته په تعلیمي برخه کې لا زیات پرمختګ وکړي.

د غونډې پر دوام د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال شيخ عبدالمالک حـ.ـقاني د بدني روزنې پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې او د ورزش له ادارې يې مننه وکړه چې د ځوانانو د جسمي او فکري پیاوړتیا لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.

ښاغلي حـ.ـقاني زیاته کړه، چې المپیک او ورزش اداره، د ا.ا.ا او نور هېوادونه سره همفکره کوي او په نړۍواله کچه د یووالي استازي دي. ښاغلي حـ.ـقاني همداراز زیاته کړه چې د ورزش اداره د ورزش له لارې په نړۍ کې د اسلامي ثقافت ښه استازولي کوي او په نړۍ کې د اسلامي ارزښتونو او اسلامي ثقافت ښه تمثیل وړاندې کوي.

محترم حـ.ـقاني همداراز ژمنه وکړه، چې ورزش اداره او پوهنې وزارت به له یو بل سره ګډه همکاري کوي او په هره برخه کې به له دواړو ادارو سره شته امکانات په ښوونیزو مرکزونو کې د زده کوونکو په واک کې ورکوي.

د یادونې وړه ده، چې د دغه دوه اړخیز هوکړه لیک له مخې به دهېواد د ورزش اداره او پوهنې وزارت په ښوونځیو او دیني مدرسو کې د زده کوونکو لپاره د بدني او فکري روزنې په برخه کې بېلابېل سمینارونه او ورزشي برنامې چمتو کوي، ترڅو د زده کوونکو لپاره د ذهني تفرېح او بدني روزنې سبب وګرځي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۲۱
Background image

زندگی‌نامه علی‌رضا احمدی؛ ستاره نوجوان فوتسال افغانستان

علی‌‌رضا احمدی در ماه دلو سال ۱۳۸۸ در شهر قم ایران به دنیا آمد. او از سه‌سالگی عاشق فوتسال شد و بیشتر وقت‌های کودکی‌اش را با توپ سپری می‌کرد. فوتسال برایش تنها یک بازی نبود، بلکه علاقه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۰:۵
Background image

دست‌آورد و فعالیت‌های یک ساله آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت بغلان

بر اساس هدایات رهبری اداره ورزش کشور مبنی بر رشد و گسترش ورزش از مرکز به ولایت‌ها و از ولایت‌ها به ولسوالی‌ها؛ ازاول ماه حمل تا آخر ماه دلو سال ۱۴۰۴ براساس پلان سالانه، ۲۰۸ برنامه بزرگ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۲:۴۹
Background image

امضای قرارداد رسمی میان فدراسیون ملی فوتبال افغانستان و سرمربی جدید تیم ملی فوتبال کشور

فدراسیون ملی فوتبال افغانستان با همکاری ریاست عمومی المپیک، تربیت بدنی و ورزش کشور، قرارداد رسمی همکاری را با خوزه آنتونیو نوگیرا، سرمربی جدید تیم ملی فوتبال کشور از کشور برازیل، به. . .

BACK TO NEWS