د هېواد ورزش ادارې د بشري سرچینو امریت پلاوي ختیځ زون کې د ملکي خدمتونو د قوانینو ښوونیز سیمینارونه وړاندې کړ

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بشري سرچینو درې کسیز پلاوي د کنړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو ورزشي امریت کارکوونکو ته د کار ظرفیت لوړولو په موخه د هویت کارتونه ووېشل او ښوونیز سیمینارونه یې وړاندې کړل.
دغه ښوونیز سیمینار چې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د بشري سرچینو امریت په همغږۍ د ختیخ درې ولایتونو کې وړاندې شول د ورزشي امریت کار کوونکو ته د هویت کارتونو وېشلو ترڅنګ د اداري سندونو د راکړې ورکړې، د کارکوونکو چلند او د اداري کارکوونکو د حاضرۍ اړوند مسایلو باندې بحث وشو.
د یاد ښوونیز سیمینار په پای کې ټولو ګډونوالو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.