د پکتیکا ولایت په مرکز شرنه کې ورزشي نندارې ترسره شوې

د پکتیکا ولایت په مرکز شرنه ولس میکر تمریناتي کمپ کې د بدني روزنې او ورزش آمریت له خوا د استاد محمد یوسف او استاد نیک محمد په مشرۍ د ورزشکارانو له لوري ورزشي نندارې ترسره شوې.
په یاد نمایشي پرګرام کې د بدني روزنې او ورزش آمر محمد عثمان "سیرت" ترڅنګ د بېلا بېلو فدراسیونونو مسوولینو، روزونکو او ګڼ شمېر نندراچیانو ګډون کړي و.
د یادو نمایشونو موخه له ناوړه کارونو څخه د ځوانانو راګرځول او سپورت ته د هغوی هڅول و.
د پای په مراسمو کې د مسوولینو له خوا ورزشکارانو ته ستاینلیکونه او نورې جایزې ورکړل شوې.