غزني کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري او د Y.H.O.D مؤسېسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې د درېيم پلان لوبډلې خپلې سیالې خواجه علي لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال ورزش ته وده ورکول او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو لېري والی دي، چې درې ورځې به دوام وکړ.