لغمان کې د ۹۶ ورز شکارانو ترمنځ د بوکسينګ سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د بوکسينګ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ورزشي امريت په ۵۰۰ کسیز جمنازيوم کې د څلورو ولایتونو د ۹۶ ورزشکارانو ترمنځ د نويو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې د بوکسينګ سيالۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې د لغمان، کونړ، ننګرهار او لوګر ولايتونو ورزشکارانو ګډون کړی وو، چې په پايله کې ننګرهار ولايت ورزشکارانو لومړی، لغمان ولایت ورزشکارانو دويم او د لوګر ولايت ورزشکارانو بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يادو سياليو موخه د بوکسينګ ورزش ته وده ورکول او خلکو ته يوه سالمه تفرېح برابرول و، چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.