میدان وردګ؛ نرخ کې د والیبال تورنمنټ پای ته ورسېد.
د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالیو کې د والیبال تورنمنټ د کانعزت لوبډلې په بریا پای ته ورسېد.
په دې ټورنمنټ کې له پلازمېنې کابل، میدان ښار او نرخ ولسوالۍ څخه ۲۸ لوبډلو ګډون کړی ؤ.
د ټورنمنټ پای لوبو ته درۍ پیاوړو لوبډلو لاره پیدا کړه چې په پایله کې د کانعزت لوبډلې لومړی، د فامیلیو لوبډلې دوهم او د ده حیات لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.
