هلمند؛ موسی کلا کې د تکواندو سیالۍ

هلمند؛ موسی کلا کې د تکواندو سیالۍ
د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کي د هلمند تکواندو فدراسيون له خوا د هلمند او کندهار ولایتونو ترمنځ د تکواندو دوستانه سیالۍ ترسره شوه.
دغه سیالۍ د آزادۍ د ورځې په ویاړ ترسره شوې، چي ۵۰ تنه ورزشکارانو پکي ګډون کړی و.
په دې مناسبت جوړوشویو مراسمو کې استاذانو، ځوانانو او قومي مشرانو ګډون درلود، چي د دې تر څنګ پکې نویو ځوانانو او ماشومانو هم ګډون کړی و.
په دې سیالیو کې د هلمند ولایت لومړی او کندهار دویم مقام خپل کړ.
د هلمند ولایت د تکواندو فدراسیون ریس محمد فرید مبارز وویل، چی د یادو سيالیو هدف د سولې او يووالي د پيغام ورکول و.
دا سیالۍ چې د هلمند په ګټه تمامې شوې پکې هغو ورزشکارانو ته چې لومړی مقام یې خپل کړی و، مډالونه او نغدي پیسې هم ورکړل شوې.