هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اسماعیل جان لوبډلې د ۲ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې دریمان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
