وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې ۱۷۰ لوبډلو ترمنځ د فتحې جام په نوم د والیبال ټورنمنټ پای ته ورسېد.

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۹ - ۱۳:۱۰
وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې ۱۷۰ لوبډلو ترمنځ د فتحې جام په نوم د والیبال ټورنمنټ پای ته ورسېد.

د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د مرکز او ولسوالیو د ۱۷۰ لوبډلو تر منځ د والیبال تورنمنټ چې د کوچني اختر په دوهمه ورځ پیل شوی ۉ، نن د ثور په ۱۸مه د عمر مایار لوبډلې په بریا پای ته ورسېد.

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې آمر ذبیح الله وهاج د پای د مراسمو په ترڅ کې وویل: «په یادو سیالیو کې د عمر مایار لوبډلې لومړي د سالارو لوبډلې دوهم او د میدانښار لوبډلې دریم مقام ترلاسه کړ».

د نوموړي په خبره د تورنمنټ د لوبو پای ته د ولایت مقام رئیس مفتی احمدالله نظامي د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس صفي الله رائد او ګڼ شمیر نورو محلي مسؤلینو تر څنګ په سلګونو د ورزش مینوالو راغلي وه.

ددې ټورنمنټ د جوړولو موخه د د ځوانانو تشویق او په دې برخه کې د استعدادونو را برسېره ښوودل شوي.

د ټورنمټ یو تن جوړوونکی میلاد احمد احمدي وایي دا لومړی ځل دی چې په داسې آرمه او ښه فضا او دومره لوی شمېر ګډونوالو په شتون کې مو یادې لوبې ترسره کړې.

دی وایي موږ د ولایت په کچه زیات شمېر پیاوړي لوبغاړي لرو؛ خو د مرکز د یوه جمنازیم پرته په یوه ولسوالۍ کې هم معیاري د لوبو میدان نلرو، چې د ورزش د لا ښه پرمختګ مخ یې ډب کړې ده.

یادې سیالۍ پداسې حال کې ترسره کیږي، چې د بدني روزني آمریت څه موده وړاندې د ورزش په برخه کې د پراخ، اغېزمن فعالیت، نوښتونو ټټر وهلی ۇ او ژمنه یې کړې وه چې د ټول ولایت په کچه به د ورزش د لا ډیر او متوازن پرمختګ هڅه کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۵۱
Background image

آغاز رقابت‌های لیگ برتر فوتبال میان هشت تیم در بادغیس

رقابت‌های لیگ برتر فوتبال میان هشت تیم از سوی نمایندگی فدراسیون فوتبال در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت بادغیس، در مرکز شهر قلعه نو آغاز شد.

در نخستین دیدار این رقابت ها تیم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۳۲
Background image

برای تازه ترين خبرهای ورزشی روز صفحه فيسبوک ما را دنبال کنيد!

برای تازه ترين خبرهای ورزشی روز صفحه فيسبوک ما را دنبال کنيد!👇

#لينک👇

https://www.facebook.com/share/18vXZQGuZQ/

 

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۲۹
Background image

تخار؛ برگزاری رقابت های دست کشی در ولسوالی فرخار

رقابت های دست کشی با اشتراک ۲۰ تن از سوی مدیریت بازی‌های ملی و محلی در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت تخار، در ولسوالی فرخار برگزار شد.

در این‌ رقابت از میان اشتراک کنندگان. . .

BACK TO NEWS