په خوست کې د غړو ښکلا لوبغاړو ترمنځ انتخاباتي سيالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د غړو ښکلا فدراسیون په چوکاټ کې د همدې رشتې د لوبغاړو ترمنځ د دویم پړاو انتخاباتي سيالۍ ترسره شوې.
په يادو سياليو کې د شپږو کلبونو څخه ۴۸څلوېښتو لوبغاړو ګډون کړی و.
د يادو لوبو دويم پړاو غوره لوبغاړو ته مډالونه او د قهرمانۍ حکمونه ورکړل شول.
بايد يادونه وشي چې له دې لوبو وروسته دوه پړاوونه نور هم شتون لري، چې له څلورو پړاوونو وروسته به د خوست ولایت منتخبې لوبډلې ته غوره لوبغاړي وټاکل شي.