په خوست کې د "مولوي صلاح الدین صابر" په ویاړ د واليبال سياليو پر دوام د "عمران" لوبډلې بريا خپله کړه

د خوست ولایت ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون له لورې د "مولوي صلاح الدین صابر" په وياړ د واليبال سيالۍ چې د حکيم تڼيوال پارک کې څو ورځې وړاندې پيل شوې د نن ورځې په لوبه کې د "عمران" لوبډلې بریا خپله کړه.
د دې سياليو پر دوام نن دوشنبه د لړم په ١٦نېټه د "عمران ميټاخان او تڼيو امين" لوبډلو تر منځ سيالۍ وشوه چې د "٢-٠" پايلې سره د عمران ميټاخان لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
په دغو سياليو کې د خوست د اوو ولسوالیو او درې مرکزي لوبډلې له يو بل سره لوبيږي چې اوه ورځې به دوام وکړي.
په دې سیالیو کې به دوه غوره لوبډلې دویم پړاو ته لاره مومي چې په دویم پړاو کې به دوه لوبډلې له پاکستان او دوه لوبډلې د هېواد له نورو ولایتونو څخه برخه اخلي.
ټاکل شوې سبا سه شنبه د لړم په ١٧نېټه به د "باک او مندوزيو" لوبډلو ترمنځ لوبه وشي.