په کابل کې د ترکیې هېواد د تیکا دفتر چارواکو د بدمنتون سیالیو د ترسراوي  په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۰ - ۱۱:۷
په کابل کې د ترکیې هېواد د تیکا دفتر چارواکو د بدمنتون سیالیو د ترسراوي  په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه

په کابل کې د ترکیې هيواد د تیکا دفتر همغږی کوونکی فاضل عاقن اردوغان د پلازمینې کابل د بدمنتون سیالیو له میدان او جمنازیم څخه، چېرته چې په نږدې راتلونکې کې به یادې سیالۍ ترسره شي، لیدنه وکړه.
اردغان د یادې رشتې سیالیو ته د ورزشکارانو له چمتووالي هم ليدنه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د بدمنتون سیالۍ په ښه کیفیت روانې دي او چمتووالی ورته نیول کیږي.
نوموړي د افغانستان د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست له  مرستیال حافظ احمد جان او د بدمنتون فدراسیون سرپرست ارشادالحق صدیقي سره په ليدنه کې په افغانستان کې د بدمنتون له ورزش سره د ځوانانو مینه وستایله او غوښتنه یې وکړه، چې باید یاد ورزش نوره وده او پرمختګ هم وکړي او هيله يې وښوده، چې د يادو سياليو انتخابي مسابقې به په معياري ډول ترسره شي.  
همدا راز د افغانستان د ورزش او المپیک ملي کمېټې چارواکو په هېواد کې د بدمنتون ورزش د چوپړتیاوو ، امکاناتو او په پلازمینې کابل او ولایتونو کې د ځوانانو تر منځ د دې ورزش د ودې او سیالیو پر اړه معلومات ورکړل.
د تیکا دفتر همغږي کوونکي همدا راز د خپلو خبرو پر مهال په راتلونکي کې د بدمنتون سیالیو په معیاري ترسراوي بحث او خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د خپل هېواد د مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۶
Background image

مسابقات فوتبال میان شش تیم در ولسوالی پسابند ولایت غور به پایان رسید

رقابت‌های فوتبال از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غور میان ۶ تیم که از سه هفته به اینسو در ولسوالی پسابند این ولایت ادامه داشت، خاتمه یافت.

دید. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۰:۵۶
Background image

مسابقات دست کشتی با اشتراک ۳۰ ورزشکار در ولسوالی یکاولنگ ولایت بامیان برگزار گردید

رقابت‌های ورزش‌های محلی و عنعنوی دست کشتی از طرف آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت بامیان میان سی ورزشکار از مربوطات مرکز و قریه جات ولسوالی یکاولنگ برای مدت یک روز دایر گردید.

در فرجام از. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۴
Background image

گلاب‌الدین خپلواک با اکثریت آرا به‌عنوان سرپرست فدراسیون سنوکر و بلیارد تعیین شد

مجمع عمومی فدراسیون سنوکر و بلیارد افغانستان با حضور نمایندگان ولایات، مدال‌آوران، اعضای هیأت رهبری و نمایندگان زون‌های این فدراسیون برگزار شد.

در این نشست، اعضای مجمع عمومی پس از رأی. . .

BACK TO NEWS