کابل؛ د والیبال غوره لیګ درېیم پړاو سیالیو پرانیسته ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۹:۲۹
کابل؛ د والیبال غوره لیګ درېیم پړاو سیالیو پرانیسته ترسره شوه

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د اتو لوبډلو په ګډون د والیبال غوره ليګ درېیم پړاو سیالیو پرانیسته ترسره شوه.

د یاد غوره لیګ پرانیست غونډه کې د المپيک ملي کمېټې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق ، د ياد رياست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران، ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د والیبال ملي فدراسیون سکرتر جنرال محمد ناصر نوري، د نشراتو او عامه پوهاوي ریاست رییس الله محمد اتل مشواڼي، د ملي تلویزون مسوولینو، ورزشکارانو او د والیبال ګن شمېر مینوالو ګډون کړی وو.

غونډه د قرانکریم په مبارکو ایتونو سره پیل شوه. په دغه غونډه کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ټولو مسوولینو، میلمنو، ورزشکارانو او د پرانیست غونډې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویلې او زیاته یې کړه《 ډېر د خوشحالۍ او افتخار ځای دی، چې کومه وعده او ژمنه موږ د والیبال فدراسیون له مسوولینو سره کړې وه الحمدلله موږ وتوانیدو د بدني روزنې او ورزش ریاست مسوولینو، د والیبال ملي فدراسیون مسوولینو او د ورزشکارانو په هڅه د والیبال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ ترسره کړو او د ورزش ټولو فدراسیونونو ته دا وعده ورکوم هغه څه چې د بدني روزنې او سپورټ ریاست په واک او اختیار کې دي له تاسو به یې درېغ نه کړو او موږ تل کوشش کوو ، چې د ورزش د ټولو برخو لوبغاړي د دې جوګه شي، چې په نړیوالو میدانونو کې ولوبیږي او د افغانستان لپاره ښې لاسته راوړنې ولري او پای کې د ملي راډیو تلویزون له مشرتابه څخه مننه کوم چې د والیبال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ په ژوندۍ بڼه نشروي.》

د غونډې په دوام د والیبال ملي فدراسیون سکرتر جنرال محمد ناصر نوري وویل:《 د بدني روزنې او سپوټ ریاست څخه مننه، چې موږ سره د والیبال ورزش په برخه کې هر ډول مرسته کړې او سږ کال موږ سره د والیبال غوره لیګ درېیم پړاو کې د هندوکش او پامیر لوبډلې زیاتې شوي همدارنګه پر محمد اسداللهی روزونکي سربېره د ایران دوه نور نړیوال لوبڅاران استاد رضا حاجي نژاد او سید محمد موسوي لوبڅاري ترسره کوي ، چې دا د تېرو لیګونو په پرتله یو نوښت دی او په پای کې باید ووایم چې والیبال فدراسیون تاسو ته د ورزش په برخه کې هر ډول مرستو وعده کوي.》

په دغه غوره لیګ کې " ام البلاد، سپین غر، نښتر، پامیر، بالاحصار، بُست، هندوکش او نګیني هریوا " لوبډلې په دوو ګروپونو کې، چې په هر ګروپ کې څلور _ څلور لوبډلې برخه لري سیالۍ کوي. لومړۍ لوبه یې نن د نګیني هریوا او د بست لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې بست لوبډلې خپلې سیالې نګیني هریوا لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

هېره دې نه وي دغه سیالۍ د ملي تلویزون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي چې اته ورځې به دوام وکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۷:۱۳
Background image

پروان؛ پایان رقابت‌های والیبال با اشتراک ۱۲ تیم در ولسوالی سرخ‌‌ پارسا

رقابت‌‌های والیبال با اشتراک ۱۲ تیم از سوی نمایندگی فدراسیون این رشته در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت پروان، در ولسوالی سرخ ‌پارسا به پایان رسید.

در دیدار نهایی این رقابت‌ها. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۷:۹
Background image

مسابقات لیگ الف فوتبال با اشتراک یازده تیم در مرکز ولایت بامیان آغاز گردید

رقابت‌های لیگ الف فوتبال از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت بامیان میان ۱۱ تیم از مرکز و ولسوالی‌های این ولایت برای مدت دو هفته راه اندازی گردید.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۷:۳
Background image

هلمند؛ رقابت‌های فوتسال میان هشت تیم آغاز شد

رقابت‌های فوتسال میان هشت تیم، با هماهنگی آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت هلمند و از سوی نمایندگی فدراسیون فوتبال، در ورزشگاه ملت در مرکز این ولایت آغاز شد و به مدت ۱۵ روز ادامه خواهد. . .

BACK TO NEWS