کونړ؛ د نرنګ ولسوالۍ د واليبال جام سياليو دوام

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او واليبال فدراسيون تر چتر لاندې د کونړ واليبال جام سياليو په دوام دوه سيالۍ ترسره شوې.
د دغه سياليو په اوږدو کې چې ۲۰ لوبډلو پکې ګډون کړی چپرهار او دره نور واليبال لوبډلو سيالي ترسره کړه، چې په پايله کې چپرهار لوبډلې د ۲_۰ په توپير بريا ترلاسه کړه، ورپسې نرنګ او بحر اباد لوبډلې يو له بل سره د سيالۍ ميدان ته ښکته شوې چې په پايله کې نرنګ واليبال لوبډلې د ۲_۰ په توپير خپله سياله لوبډله ماته کړه او سيالي يې وګټله.
بايد يادونه وشي چې د يادو سياليو نندارې ته د واليبال سلګونه مينوال، ورزشکاران او مشران راغلي وو.