پنجشېر عقابان لوبډلې د دې ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۳:۳۱
پنجشېر عقابان لوبډلې د دې ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه

د پنجشېر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بازارک ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د پنجشېر عقابان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د پنجشېر عقابان لوبډلې خپلې سیالې الاتحاد بازارک لوبډلې ته د ۳/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د کال غوره لوبډله موندل و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د وررش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه او ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۵
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!


دعوت‌نامه مطبوعاتی!

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۹:۵۲
Background image

مسابقات خزانی بزکشی در ولسوالی خنجان ولایت بغلان برگزار گردید

رقابت‌های خزانی بزکشی از سوی نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت بغلان، به مدت دو روز در مرکز ولسوالی خنجان برگزار شد.

در این پیکار‌ها حدود ۸۰ تن از. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۹:۵۰
Background image

تیم عقابان قهرمان مسابقات فوتبال زیر ۱۴ سال ولایت سمنگان شد

رقابت‌های فوتبال رده سنی زیر ۱۴ سال از سوی نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت سمنگان و با اشتراک ۱۶ تیم پس از یک ماه رقابت، با قهرمانی تیم عقابان به. . .

BACK TO NEWS