خوست کې د اتو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د نیزه وهنې، ملي او دودیزو لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند ١٢٠٠ فاميليو سیمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ په لاین، سینګل لاین او سیکشن برخو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې قاري ناصر د ٣٦ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، پروانه د ٣٢ نمرو په ترلاسه کولو دویم او بهادر د ٣٠ نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د قومونو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
