کندز ؛ په خان آباد ولسوالۍ کې د ٦٠ ورز شکارانوترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د خان آباد ولسوالۍ په ښاروالۍ لوبغالي کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې ۳۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته د ماتې په ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه ملي او دودييزو لوبو ته وده ورکول او د يادې ولسوالۍ وګړو ته د سالمې تفريح برابرول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.