کندهار کې د ۲۰ آسونو ترمنځ د آس ځغلونې سیالۍ پیل شوې

د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د آس ځغلونې فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دویمه عینو مېنه کې د ٢٠ آسونو ترمنځ د آس ځغلولو سيالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ د حاجي احمدشاه، ط..الب او تاج محمد آسونه د لوبې ګټونکي شول.
دا سیالۍ د آس ځغلونې ملي سیالیو ته د غوره آسونو د موندلو په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.