ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ٢٣ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۰:۲۰
ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ٢٣ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې د ٢٣ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ښېوې مرکزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د ښېوې مرکزي او دره نور کشمند لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ښېوې مرکزي لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو کې یې د اتو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١۴۸ منډو هدف وټاکه. دره نور کشمند لوبډلې د هدف په تعقیب کې د نهو ویکټو په زيان ١٠٩ منډې وکړې او ٣٨ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

 

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۶
Background image

مسابقات منتخب موی تای در بلخ برگزار شد

نمایندگی فدراسیون موی تای در هماهنگی با ریاست تربیت بدنی و ورزش بلخ رقابت‌های منتخب این رشته را میان ۲۴۵ ورزشکار از ۱۵ ولایت در جمنازیوم ورزشی احمدی برگزار شد.

ورزشکاران شرکت کننده در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۳۸
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

BACK TO NEWS